امریکا: د شمالي کوریا په وړاندي امریکا او جنوبي کوریا یو دي

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، د سیول او پیویانګ په اړیکو کي له ظاهري ښيګڼي سره سره، امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا په وړاندې په خپلو پالیسیو کې متحد پاته دي.

ښاغلي پنس پرون شنبه وویل، چي دی او د جنوبي کوریا ولسمشر پردي سره سلا سوي چي د شمالي کوریا ډیپلوماټیکه او اقتصادي انزوا باید له بالستیک توغندیو او اټمي پروګرام څخه د دي هیواد د لاس اخیستو تروخته دوام وکړي.

پنس چي د ژمني المپیک د سیالیو لپاره جنوبي کوریا ته تللی، پرون د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جي اِون سره وکتل.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...