د افغانستان او زیمبابوې تر منځ د پنځو یو ورځينو لوبو په لړ کي دوهمه لوبه زیمبابوې وګټل

د لوبي پچه زيمبابوې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه چي د زيمبابوې لوبغاړو په زړه پوري لوبه وکړه او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې افغانستان ته ۳۳۴ منډي هدف وټاکه.

د زیمبابوې په ګټه تر ټولو ډېري ۱۲۵منډي بي ار ایم ټایلر جوړي کړې.

په مقابل کي یې افغانستان ۱۷۹ منډي جوړي کړي او په دي توګه یې دا لوبه د ۱۵۴ منډو په توپیر وبایلله.

د زيمبابوې تکړه لوبغاړی بي ار ایم ټایلر چي په  دغه لوبه کي یې ۱۲۵ منډي د خپلي لوبډلي په ګټه جوړي کړي وې، د لوبي غوره لوبغاړی ونومول سو.

د یادولو وړ ده چي د افغانستان او زيمبابوې راتلونکې یوه ورځنۍ لوبه به د سې شنبې په ورځ د افغانستان پر وخت د ماپښین ۳ بجې پیل سي.

 

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...