راپور: جواد داوري
دوي وايي، د یو نیم کال راهیسي يې ولسوالۍ سقوط وه ښوونځۍ او روغتیایي مرکزونه يې وران سوي دي.
پر همدي مهال د مارجي ولسوال له خلکو غواړي د امنیت په ټینګښت کۍ ورسره مرسته وکړي تر څو د بیا رغوني کارونو ته زمینه برابره سي.
مارجه ولسوالۍ نژدې د یو نیم کال را په دیخوا د وسله والو طالبانو په حاکمیت کي وه.
ډیری اوسیدونکي یې بیځایه سوي دي.
اوس د مارجي ولسوالۍ په ځینو سیمو کي عملیات پیل سوي دي.
د مارجي ولسوال محمد داود نورزی له ځایي اوسیدونکو غواړي چي د امنیت په تینګښت کي لاس ورسره یو کړي.
ځایي اوسیدونکي وايي، د مارجې ډامبر سړک د نا امنیو او ماین چاودنو له امله د دوی پر مخ تړل سوی دی، له اوږدو لارو څخه تر تیریدو وروسته لښکرګاه ښار ته ځي.
دوي زیاتوي د ښوونځۍ، روغتیایي مرکزونه، د اوبو کانالونه او مخابراتي خدمتونو څخه بې برخي وه
د تریخ ناور دغه تر هر څه وړاندي د مارجي د عمومي سړک د خلاصیدو غوښتنه کوي.
پرهمدي مهال په مارجه کي د ملي اردو د کنډک قوماندان ډګروال سیف الله امان وايي، خلکو ته یې زمینه برابره کړې ده چي ښوونځیو او روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی پیدا کړي، دوی تر ډیره کوښښ کړی چي د وسله والو طالبانو د بریدونو په مقابل کي له درنو وسلو استفاده و نه کړي ځکه په دي وروستیو کي یو هاوان په یو کور کي د لګیدو له امله ملکي وګړو ته زیان اوښتي و.
د مارجي ولسوالۍ ډیری سیمي اوس هم د وسله والو طالبانو په کنترول کي دي.
په نژدې شپږو میاشتو کي دا دریم عملیات دي چي په یاده ولسوالۍ کي ترسره کیږي خو دا ځل امنیتي چارواکي وايي، سیمه نه خوشی کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون