هرات : د اسلام قلعه په ګمرک کي پراخ فساد روان دی

راپور: غلام فاروق رسولي

د هرات ولایت د مرزي ښارګوټي اسلام قلعی قومي مشران او اوسیدونکي وایي، د ایران سره پر پوله په دي ښارګوټي کي پروت ګمرک کي پراخ فساد روان دی.

د دي ولایت د ولسي جرګي استازی هم ورته نظر لري او وایي، د دي ګمرک څخه لاسته راتلونکو عاید ډیره برخه یې حیف او میل کیږي.

د بلي خوا د هرات ولایت ځایي چارواکي بیا وایي، دوی داسي طرحه پرلاس لري چي د ځایي مخورو په مرسته په دي ګمرک کي د موجوده فساد څخه مخنیوی وکړی.

د ایران هیواد سره پر پوله د هرات ولایت په اسلام قلعی ښارګوټي کي پروت ګمرک چي د هیواد د لویو عایداتي سرچینو څخه شمیرل  کیږي پکښي د پراخ فساد ګنګوسې راپورته سوی.

د اسلام قلعی ښارګوټي اوسیدونکي او قومی مشران ادعا کوي، چی په دي ګمرک کي پراخ فساد روان دی او په خبره یې که ورڅخه مخنیوی وسي د دي ګمرګ عایدات به د اوس په پرتله دوچنده سي.

دا قومي مشران همداشان زیاتوي په دي ګمرک فساد چي یوشمیر ځایي خلک هم لاس پکښي لري د دي ښارګوټي د مېشتو قومونو ترمنځ لويي ستونزي پیدا کړي چي په خبره یې د نورزو او علیزي قومونو ترمنځ شخړه چي ۱۵ کسان پکښي مړه اوټپیان سول د همدی فساد پایله وه.

د بلي خوا خلیل احمد شهزاده د هرات ولایت استازی په ولسي جرګه کي هم د اسلام قلعی په ګمرک کي د پراخ فساد پخلی کوي او وایي، ولسمشر باید د اسلام قلعی په ګمرګ کي د ملیونونو افغانیو د حیف او میل کیدو د مخنیوی لپاره یو لوړ رتبه پلاوی دي ولایت ته راولیږي.

په همدي حال کي د هرات ولایت ځایي چارواکو هم د اسلام قلعی په ګمرک کي د فساد شتون نه ردوی خو وایي، باید ځایی خلک او قومي مشران د دي ستونزي د لمنځه وړلو لپاره د حکومت سره مرسته وکړي.

د اسلام قلعی په ګمرک کي د پراخ فساد څخه په داسي حال کي خبري کیږي چي په دا ورستیو کي د هرات ولایت امنیتي او استخبارتي ځواکونو په لسګونه موټر چي غیرقانوني توکي او هغه ګران بیه تیزاب چي د هیروهینو په جوړولو کي کار تري اخیستل کیږي او د ایران هیواد څخه د اسلام قلعی د ګمرک له لاري هرات ته راوړل سوي وه نیول هم دي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...