راپور: خدیجه اشرفي
چارواکي وایي، د دغو نرسانو په مرسته به په ولسوالیو کي خلکو ته د روغتیایې خدماتو لاسرسی تر یوه بریده ډیر او د ناروغیو کچه به ورسره راټیټه سي.
په غزني کي د ( سي اچ ان ای) روغتیایي خدماتو موسسي له روزنیزي څانګي څخه ۲۴ تنه ښځینه نرساني د دوه کلنۍ روزنیزي دورې له بشپړولو وروسته فارغ سولې.
دلته د غزنی ولایت د ۱۴ نسبتا نا امنه او وروسته پاته ولسوالیو څخه د هغو ۲۴ تنه ښځینه نرسانو د فراغت غونډه ده چي پکښي تر ډیره د نجونو ښوونځۍ غیر فعاله او ښځینه روغتیا پالانو ته پکښي لاسرسی ډیر کم دی.
د عامي روغتیا د ریاست مشر وایي، دغو نرسانو ته په مسلکي او معیاري توګه زده کړي ورکړل سوې چي تر فراغت وروسته به په اړونده ولسوالیو کي دندي ترسره کوي.
د یادوني وړ ده چي د غزني ولایت په لیري پرتو سیمو کي روغتیایي خدماتو ته د لازم لاسرسي نشتوالي او د ښځینه روغتیا پالانو کمی یوه لویه ستونزه ده چي اوس به د دغو نرسانو پر مټ په یادو سیمو کي د نورو ناروغیو ترڅنګ د زیږون پر مهال د مور او ماشوم د مړیني کچه هم راټیټه سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون