د کندهار د صنایعو او معادنو خونه وايي، په کندهار کي تولیدي فابریکې بیا د غوړیدو په حال کي دي

راپور: محمد یار مجروح

مسٔوولین وايي، په کندهار کي د برق د نشتون له امله پر تړل سوو فابریکو د فعالیدو کار روان دی، چي ډیر ژر به شاوخوا ۵۰ هغه فابریکې په کار بیا پيل وکړي چي له فعالیته لویدلي وې.

صنعت کاران وايي، په هیواد کي د کورني تولیداتو استعمال ډیر سوی او د بهرنیو تولیداتو مخه هم نیول سوې ده.

دا فابریکه چي تازه يې په فعالیت پيل کړی، شاوخوا ۳۵ کسان پکښي په کار اخته دي، د مسؤلینو په خبره يې که د برېښنا ستونزه نه واي، دوه چنده یعني ۷۰ کاریګرو ته به يې د کار زمینه برابره کړې وای.

په دغه فابریکه کي د اوبو رایستلو برمې، واټر پمپونه او داسي نور توکي جوړيږي، چي د فابریکې د مسٔوول صفي الله په وینا ددي توکو بازار خورا ګرم دی، او خلګ دي ته لیواله دي چي کورني تولیدات وکاروي.

دی وايي، که دولت د صنعت برخي ته نوره توجه هم زیاته کړي، د کندهار صنعتي فابریکې کولای سي د خلګو تقاضا پوره کړي.

د دغو فابریکو کاریګر وايي، که دولت صنعتي فابریکو ته توجه ونه کړي بیا به په زیاته اندازه کسان بې کاره سي.

دوی وايي، خلګ د کورني تولیداتو په اهمیت پوهیدلي او اوس د دوی په لاس جوړ سوي توکي ښه بازار لري، خو له دولته يې غوښتنه دا ده چي که د صنعت برخي ته پام وسي د دوی په څیر زیاتو کسانو ته به د کار زمینه برابره سي.

بلخوا د صنعت کارانو مسٔوولین د فابریکو د بیا فعالیدو لامل د کورني تولیداتو زیات استمعال یادوي.

د کندهار د صنایعو او معادنو خوني غړی عبدالباری همت پدې نظر دی چي د کورني تولیداتو سره د خلګو مینه ددې سبب سوې تر په بهر کي میشت افغانان په کندهار کي پانګونه وکړي.

دی وايي، د بهرنیو هیوادنو پر سرحدونو د سوداګرو ستونزي بل هغه لامل دی چي سوداګر اوس غواړي کورني توکي په بازارونو کي خرڅ کړي.

د کندهار صنعتي پارک چي یو وخت شاوخوا ۲۷۰ فابریکي پکښي فعاله او شاوخوا ۷ زره کسان پکښي په کار بوخت وه اوس يې د فعالو فابریکو شمیر یونیم سلو ته رسیږي او ۳۵۰۰ کسان پکښي په  کار اخته دي.

مسٔوولین وايي، فلج سوې فابریکې بیا د غوړیدو په حال کي دي او ډیر ژر به ۵۰ هغه فابریکې په فعالیت پيل وکړي چی څه وخت مخکي د برېښنا د نشتون له امله فلج سوي وې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...