د نړۍ تر ټولو اوږد بایسکل

د تیلو او ګازو کمپنۍ ساناټو او د جنوبي اسټرالیا پوهنتون د نړۍ تر ټولو اوږد بایسکل جوړ کړیدی، د یاد بایسکل اوږدوالی ۴۱ متره او ۴۲ سانتي دی.

د دي بایسکل جوړولو لپاره یوه ډله خلګو کار وکړ، چي په ګروپي ډول د یاد بایسکل چاري بشپړ کړي، دوی نهه میاشتي د یاد بایسکل پر پلان جوړولو او پر مختیايې چارو کار ترسره کړي، د اوږدې مودي هڅو دوی د نړیوال ریکارډ تر کچي ورسول.

په لومړي ځل د یاد بایسکل د ازمویلو په وخت کي ددي بایسکل د چلولو کنټرول ستونزمن کار وو ځکه بایسکل ډیر اوږد او دروند وو.

ورورسته ددي ستونزي لپاره د حل لاره وموندل سول او یاد بایسکل ته لوی ټایرونه ولګول سول.

د یاد ریکارډ جوړلو لپاره د ګینس شرایط داسي ترتیب سوې وه چي سل متره باید یاد بایسکل ته حرکت ورکړي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي د بشر حقوق کمېسيون مسئولين: په دغه ولايت کي د کډوالو اوسنی حالت د اندېښنې وړ دئ

رپوټ: مهتمم صالح کندهار ته د پاکستان او ايران څخه د راغلو کډوالو تر څنګ ...