شمالي کوریا د امریکا مرستیال ولسمشر سره د خبرو پروګرام لغوه کړ

د شمالي کوریا چارواکو د مایک پنس  سره د خبرو په خاطر جوړ سوی پروګرام تر پيل یوازې څو شېبې مخکې لغوه کړه.

تمه وه د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون خور په جنوبي کوریا کي د روانو ژمنیو المپيکي لوبو پر مهال له مایک پنس سره وګوري.

د مایک پنس د دفتر رئیس نیک ایزر ویلي، چي د شمالي کوریا چارواکو غوښتل مایک پنس په خبرو کې لږ نرمښت ښکاره کړي، خو چي کله ښاغلي پنس په شمالي کوریا کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خبري پیل کړې د شمالي کوریا استازي ووتل او یا ښايي هغوی د خبرو په اړه له رښتیا زړه نه و ښه کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندي، هدر ناوئرت له دي چي د هغي په خبره د شمالي کوریا چارواکو له دي چانس ګټه پورته نه کړه خواشیني ښودلي ده.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...