د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق خپله په هغه عملیاتو کي برخه اخیستي، چي د یوه تښتول سوي ماشوم د ژغورني لپاره پلان سوي.
دغه عملیات تیره شپه په درې نیمي بجې د اوومي حوزې په درې سیمه کي سوي.
د کندهار امنیه قومنداني وایي، دریو سړي تښتونکو څلور ورځي مخکي د یوه ساختماني شرکت د مسٔول دوه کوچنیان د دوهمي حوزې د باچا کالونۍ څخه تښتولي وه.
د کورنۍ څخه یې پیسي غوښتي وي او یو کوچنی یې ور وژلی وو.
د تېري شپي په عملیاتو کي درې واړه تښتونکي تر مقاومت وروسته وژل سوي.

یاد کوچنی د پولیسو لاسته روغ رمټ ورغلی دی.
دا د تښتوونکو هغه ډله ده چي موده مخکي یې د الجدید مارکیټ څخه یو کوچنی تښتولی او وژلی وو.
دغه ډله په هلمند او کوټه کي هم غړي درلوده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون