د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کي د ترافیکي پېښي له امله اته تنه وژل سویدي

د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کي د یوه مسافر وړونکي او یوه بار وړونکي موټر په ټکر کي اته کسان وژل سوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د هرات ولایت د امنیه قوماندان ویاند عبدالاحد ولیزاده رسنیو ته وویل، په وژل سوېو کي چي ټول یې د مسافر وړونکي فلاینکوچ موټر سپرلي وه، څلور ښځي، دوه ماشومان او دوه نارینه شامل دي.

پېښه هغه وخت وسوه چي مسافر وړونکي موټر د سړک غاړي ته له یوه درول سوي بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...