راپور: محمد یار مجروح
مسٔوولین وايي، د بريښنا د رغولو لپاره يې هلي ځلي چټکي کړي او ډیر ژر به کندهار ولایت د کجکي د بریښنا تر څنګ د ۴۰ میګاواټه د سولر برېښنا ولري.
د برېښنا مسٔوولین وايي، د ۱۰ میګاواټه سولر برېښنا ساختماني کارونه پوره سوي او ډیر ژر به يې تخنیکي کارونه شروع سي.
کندهار هغه ولایت چي له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې يې اوسیدونکي د فعالي برېښنا په طمعه دي، خو رواني جګړې د دغه ولایت برېښنا چي د هلمند له کجکي ولسوالۍ څخه سرچینه اخلي اکثره وخت قطعه کوي او د کندهار او هلمند ولایتونو برېښنا يې ټکنۍ کړې ده.
اوس د کندهار ولایت د بریښنا مسٔوولین وايي، د کجکي د برېښنا ستونزه حل سوې او دوی د سولر د بريښنا د رغولو هلي ځلي کوي.
د کندهار د بریښنا ریس امان الله فاروقي وايي، له کجکي څخه تر کندهار ښار پوري به د برېښنا نوی لین وغوځول سي او همدا رنګه د کابل څخه د غځیدلي برېښنا د کار چاري يې سروې کړي او د پښ تر کندي پوري به دا لین هم وغځول سي.
دی همدارنګه وايي، د دغي بريښنا لپاره به د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د برق یو لوی اسټیشن هم جوړ کړل سي.
د ده په خبره د برېښنا پر زړو تجهیزاتو يې کار پيل کړی او ډیر ژر به د برېښنا ټوله ماشینري ورغول سي.
د کندهار د بریښنا ریٔس همدا راز زیاتوي چي ډیر ژر به کندهار د کجکي د برېښنا تر څنګ ۴۰ میګاواټه د سولر برېښنا هم ولري.
دی وايي، د سولر د ۱۰ میګاواټه بريښنا ساختماني کارونه بشپړ سوي او ساختماني کارونه به يې راتلونکې میاشت پيل سي.
د ده په خبره د کندهار لپاره د نوري ۳۰ میګاواټه لمریزي بریښنا قرارداد هم منظور سوی چي کارونه به يې په راتلونکو ورځو کي پيل سي.
د ده په خبره کندهار به په راتلونکو دوو کلونو کي پوره بریښنا ولري او زیاتوي چي په کندهار کي اوس داسي کسان نسته چي د پخوا په څیر یې په مفت ډول بریښنا کاروله.
د برېښنا مسٔوولین همدا راز وايي، چي د دهلې پر بند به هم کار پيل سي او شاوخوا ۱۵ میګاواټه بریښنا به کندهار ښار ته ورکړي
دوی د خلګو همکاري اړینه بولي او له خلګو غوښتنه لري چي د بریښنا بیلونه پر وخت تحویل کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون