په کندهار کي درې تنه انسان تښتوونکي د پولیسو سره په نښته کي ووژل سوه او یو تښتول سوی کوچنی یې له منګولو خلاص کړل سو

راپور: جاوید احمد  سمسور

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د سه شنبې په شپه يې په اوومه حوزه کي د انسان تښتونکو پر یوه مرکز دغه عملیات ترسره کړي دي.

د تښتول سوي کوچني پلار په ډیري خوښۍ سره له پولیسو څخه مننه وکړه چي د ده زوی یې له تښتوونکو څخه وژغوری.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیر ولي محمد عسکر وايي، چي په دي عملیاتو کي د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق خپله ګډون کړی وو، چي د سه شنبې په شپه په اومه حوزه کي ترسره سوه.

هغه وايي، تښتوونکو چي وسلې ورسره وې د پولیسو سره مقاومت کړی او د پولیسو په ځوابي ډزو کي وژل سوي دي.

دی وايي، چي د انسان تښتونکو دغه ډلي تر دې مخکي د یوه ساختماني شرکت مسٔول او دوه نور کوچنیان هم تښتولي وه او د هغوی د خوشي کېدو په بدل کي يې پیسې تر لاسه کړي وې.

د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیر وايي، چي دا درې تنه د تښتوونکو له اووه کسیزي ډلي څخه وه چي د ترهګرو سره یې هم اړیکي لرلې او د پاته تښتوونکو په اړه هم پلټني رواني دي.

پر همدې مهال د راخوشي سوي کوچني پلار وايي، دغه کوچنی د تیري شنبې په ورځ تښتول سوی وو چي وروسته یې پولیسو ته خبر ورکړی.

دی په ډيري خوښۍ له پولیسو څخه مننه کوي چي د ده زوی یې روغ رمټ ورته راخوشي کړ.

د کندهار امنیه قومنداني وايي، دغه دریو سړي تښتوونکو څلور ورځي مخکي هم د یوه ساختماني شرکت د مسول دوه کوچنیان د دوهمي حوزې څخه تښتولي وه، چي يو کوچنی يې شهيد کړی وو او د بل پر سر يې د هغه له کورنۍ څخه پیسې غوښتي تر لاسه کړي وې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...