د کندهار په څلورو ناامنه  ولسوالیو کي  واکسین ته اجازه ورکړل سوه

راپور: عبدالمنان ارغند

د کندهار د عامي روغتیا  ری‍س ډاکتر عبدالقیوم پخلا وایي، د روان کال په اوږدو کي په کندهار کي ټولټال د پولیو  ۷  مثبتي پیښي ثبت سوي چي ۵  پیښي  په شاولیکوټ ولسوالۍ کي  یوه  په سپین بولدک ولسوالۍ او یوه هم د کندهار ښار په لویه ویاله سیمه کي رامنځته سوې ده.

پخلا وایي، شاولیکوټ ، میانشین ، نېش او خاکریز د کندهار هغه ولسوالۍ دي چي د ډیري مودې راهیسي وسله والو مخالفینو او د سیمو خلکو د پولیو ضد واکسین په کمپاین بندیز لګولی وو خو وروسته له ډيرو هڅو په دي وروستیو کي دوی د ټولو موافقه ترلاسه کړې او ټولو ولسوالیو کي یې کمپاین ته زمینه برابره کړې ده.

د کندهار د عامي روغتیا رئیس  له  ښکېلو غاړو او ددي ولایت د  ټولو اوسېدونکو څخه غواړي ترڅو  د پولیو ضد واکسین د پروګرام سره همکاري وکړي او د دغه ویروس په ګډه سره له منځه یوسي.

دا په داسی حال کي ده چي  د روان کال په اوږدو کي د هیواد په کچه د پولیو دیارلس مثبتي  پیښي ثبت سوي چي اووه یې د کندهار، دوې د هلمند او یوه مثبته  پیښه هم د روزګان ده.

مسؤلین وایي، ددغه مثبتي پېښو لامل د کوچنیانو خراب تغذي حالت، ناپاکي اوبه،  ناامني او په لویه کي  پاکستان هیواد  ته تګ راتګ ګڼل کیږي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...