په  زابل کي درې ټنه نشيي توکي وسوځول سول

راپور: نثار احمد څپاند

د زابل امنیتي مسٔوولین وايي، یاد توکي يې د زابل په مرکز قلات او د کابل کندهار په لویه لار نیولي دي چي تیره ورځ د ولایتي استازو په مخ کي وسوځول سول.

د یاد ولایت ولایتي مسٔوولین د امنیتي ځواکونو یادي هڅي ستايي او زیاتوي، چي پدې ورستیو کي د یاد ولایت امنیتي ځواکونه ګڼي لاسته راوړني لري.

د زابل ولایت د امنیې قومندانۍ د نشه يې توکو پر وړاندي د مبارزې مدیر څارمن سردار محمد هوتک وايي، په یادو مخدره توکو کي تاریاک، هیروین، شراب، چرس او داسي نور توکي شامل دي.

دی وايي، د زابل امنیتي ځواکونو د مخدره موادو د قاچاق پر وړاندي جدي مبارزه روانه کړې ده.

دده په خبره  د سیمي د خلکو په همکارۍ توانیدلي  چه ښې لاسته راوړنی ولري او زیات هغه مخدره مواد چي قاچاق وړونکو غوښتل له مرکزی سیمو یې کندهار او نورو ولایتونو ته ولیږي نیولي او شکمن کسان يې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

د مخدره موادو سره د مبارزې مسٔولین وایي، چي د دغو نشه یې توکو سره په تړاو يې ۷۷ تنه قاچاق کوونکي نیولي او همدا راز يې او ۲۷ وسایط يې د کندهار ګمرک ته سپارلي دي.

پر همدی مهال د زابل والي خیال محمد حسیني او د ولایتی شورا ریٔس عطاجان حقبیان د نشه یې توکو پر خلاف د زابل د پولیسو هلي ځلي ستايي او وايي، چي  د زابل امنیتي ځواکونه مسلکي سوي او هیڅوک نسي کولای مخدره توکي له یاد ولایت څخه نورو سیمو ته ولیږدوي.

دوی وايي، په زابل کي دا مهال د نشيي توکو کښت او قاچاق هم ډیر کم سوی دی.

د زابل ولایت د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزې د مدیریت لخوا په داسي حال کي درې ټنه نشه یي توکي سوځل کیږي  چي په دي ولایت کي د معتادینو شمیر ورځ تر بلي د زیاتیدو په حال کي دی او له امله یې د جرمونو او غلاو په پیښو کی هم زیاتوالی راغلی دی.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...