راپور: جواد داوري
د هلمند والي وايي، په لښکرګاه کي زورواکي او غیر مسٔول وسله والو شمیر ورځ تر بلی ډیریږي له همدي امله يې امنیتي ارګانونو د موټرو د تورو ښیښو د مخنیوی کمپاین پیل کړی دی.
د لښکرګاه اوسیدونکي ددي اقدام هرکلي کوي خو غوښتنه کوي چي نمایشي بڼه ونه لري.
له تیرو څو کالو راهیسی د تورو ښیښو موترو او د غیر مسول وسله والو کسانو د مخنیوي کمپاینونه پیل سوي دي خو له یوي ورځي وروسته بیرته پاته سوي دي.
د هلمند والي حیات الله حیات وايي، داځلي یې په جدیت سره کمپاین پیل کړی دی چي تر څو ټول هغه زورواکي په نښه کړي چي په تورو ښیښو موټرو کي ګرځي او همدارنګه قانون ته غاړه نه ایږدي.
پر همدي مهال د لښکرګاه اوسیدونکي ددی اقدام هرکلي کوي خو اندیښنه لري، چي دتیر په شان به یوځل بیا له لومړي ورځي وروسته دغه پروسه ود ریږي.
په دی وروستیو کي د لښکرګاه په منځ کي غلاوي او جنایی پیښو تر څنګ د انسان تښتونکي پیښی رامنځ ته سوي.
ځایي اوسیدونکي غوښتنه کوي، چي د تورو ښیښو لرونکو موټرو له مالکانو څخه جدي پوښتنه وسي تر څو په راتلوونکي کي څوک ورته عمل تکرار نه کړي.
ویل کیږي اکثره هغه موتر چي ترافیکي اصول نه پرځاي کوي د نظامي ارګانونو کارکوونکي دي.
لښکرګاه یو له هغه ښارونو څخه دی چي خپلسري او زور واکي پکښي اوج ته رسیدلي ده.
په لښکرګاه ښار کي ټول وسایط د چلوني قانوني اسناد نه لري او ددي تر څنګ یوشمیر کسان د ځان ساتني په موخه وسله وال کسان هم له ځان سره په غیر قانوني ډول ګرځوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون