په روزګان ولایت کي سږ کال د مور او ماشوم د مړیني ۱۲۸ پیښي ثبت سوي دي

راپور: اجمل وصال

د روزګان د عامي روغتيا رياست مسٔوولین وایي، چې د مسلکي کدرونو د نشتوالي او نا امنيو له امله په دغه ولايت کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړيني کچه لوړه سوې ده.

دوى وايي، چې په دي برخه کې عامه پوهاوى نسته، ډېرى مهال لاري د نا امنيو له امله بندې وي او د کم تجربه لرونکو قابلو له امله دا شمېره زياته سوې ده.

په روزګان کي روغتیایې خدمات له تېرو ۱۱ کلونو راهیسي د افغان روغتیایې او پرمختیایې موسسې AHDS له خوا ترسره کېږي او په ټول ولایت کي ۴۹ روغتیایي مرکزونه فعال دي.

خو لا هم د دغه ولایت روغتیایي مسٔوولین وایي، چي د یو شمېر لاملونو له امله د زېږون پر مهال د میندو د مړیني کچه د پام وړ زیاته سوي.

د روزګان د ولایتي روغتون مشر ډاکتر امین الله توخی، او دیاد روغتون د نسایې او ولادي څانګي متخصصه ډاکتره نرګس ابراهیمي وایي، له زېږون مخکي د یو شمېر کورنیو د عامه پوهاوي نه شتون، وروستۍ نا امنۍ او د مسلکي قابلو کموالی د دي لامل سوی چي زیات وخت روغتون ته داسي ناروغان ور وړل کېږي چي د هغوی د ژغورلو چانس لږ وي.

مسٔوولین وایي، دغه روغتون ته تېر کال د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې شمېر ۸۱، خو په وینا یې سږ کال تر دې مهاله ۱۲۸ ته لوړ سوی دی.

د روزګان د عامي روغتیا ریاست هم مني چي په دغه ولایت کي له تېرو څو کلونو راهیسي د یو شمېر موسساتو له خوا د قابلو او نرسانو د زده کړو له مرکزونو داسي نجوني فارغه سوې چي حتی یوه ورځ ښوونځي ته هم نه دي تللې. خو وایي، چي دغه کار د اړتیا له مخي سوی.

د عامي روغتیا ریٔس ډاکتر خان اغا میاخېل وایي، نه یوازي غیر مسلکي قابلو له امله د زېږون پر مهال د مړینو پېښي ډېري سوې، بلکي د جګړې ښکېلو خواو له خوا له تېر یوه کال راهیسې د لویو لارو بندېدل، د کورنیو له خوا پر وخت د ناروغ نه رسول او یو شمېر نورې هغه ستونزې دي چې د روزګان ولایت د اوسیدونکو  پر وړاندې شتون لري.

په روزګان کي نه یوازي د لویو لارو بندښت ، د عامه پوهاوي نه شتون او غیري مسلکي روغتیا پالان د روغتیا پر وړاندي ستونزي دي بلکي په دغه ولایت کي زیات وخت وسله وال طالبان هم روغتیایي مرکزونه د خلګو پرمخ تړي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...