راپور: میلاد حمیدي
دعیني شاهدانو په وینا داچاودنه دحیصارک ولسوالۍ دقومي مشرانو په دفتر کي سوې او ولایتي اداره هم ددري تنو دوژل کیدو او دوه تنو دټپي کیدو خبره مني.
دننګرهار ولایت په جلال اباد ښارکي ددوهمي حوزي اړوند د لغماني هډي په سیمه کي په دي مارکیټ کي دچاودیدونکو دچاودني له امله پنځه تنو ته مرګ ژوبلي اوښتي دپېښي عینی شاهدان وايي، دغرمې په شاوخوا دولسو بجو دلغمان اډې په سیمه کي دحیصارک ولسوالۍ دقومي مخورو په دفتر کی ځاي پرځای شوو چاودیدونکو توکو چاودنه وکړه او پنځه تنو ته يی مرګ ژوبله اړولي
ولایتي اداره هم پیښه تایدوي او وايي، دجلال اباد ښار ددهمي امنیتي حوزي اړوند په لغمان اډه کي دحیصارک ولسوالۍ دقومی مخورو په دفتر کي دځاي پرځاي سوو چاودیدونکو توکو دچاودني له امله دجلال اباد ښار دیو اوسیدونکي په ګډون دحصارک ولسوالۍ دوه قومی مشران وژل سوي او دوه تنه نور ټبیان دي چي دټپیانو روغتیايي وضعیت دډاډ وړ دی.
دامنیتي ځواکونو دمعلوماتو له مخي سهارهم دملي امنیت ځواکونو دهمدي مارکیټ مخي ته یوځای پرځای سوي ماین کشف او خونثی کړی وو
بله خوا تر اوسه ددي چاودني مسؤلیت ددولت کومي وسله والي ډلی په غاړه نه دی اخیستی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون