په کندهار کي د حرفوي زده کړو زده کوونکي وايي، دولت دي ورته د نوي تکنالوژۍ ماشینري برابره کړي

راپور: محمد یار مجروح

کندهار میخانیک لیسه د حرفوي زده کړو هغه مرکز دی چي له شاوخوا سلو کلونو راپدې خوا يې په زرګونو کسان په بیلابیلو برخو کي روزلي خو زده کوونکي يې وايي، اوس هم له زړې تکنالوژۍ څخه استفاده کوي.

زده کوونکي زیاتوي، که په نوې تکنالوژي سمبال ماشینري ورته برابره سي وبه کولای سي د ټولني ستونزو ته رسیدګي وکړي.

بلخوا د پوهني ریاست مسٔوولین وايي ډیر ژر به کندهار ته په نوې تکنالوژي سمبال ماشینري راوړل سي.

هغه زده کوونکي چي د حرفوي زده کړو د ترلاسه کولو لپاره هلي ځلي کوي، ددي لپاره چي یو څه زده کړي او ځان ته کار پيداکړي.

بیکاري هم یو شمیر کسان دې ته هڅولي تر څو د نیمه عالي تحصیلاتو سند تر لاسه کړي.

د میخانیکي لیسې دا زده کوونکي وايي، په یاده لیسه کي د حرفوي زده کړو په برخه کي یې ډیر څه زده کړي او نوي اختراعات يې کړي خو زیاتوي چي که د دوی ماشینرۍ په نوې ټکنالوژي سبمال سي وبه کولای سي ډیر نوي اختراعات وکړي.

دوی وايي، دولت دي ورته د برق او نوې ماشینري ستونزه حل کړي.

پر همدې مهال د میخانیکي لیسې مدیر معلم محمدولي د زده کوونکو ستونزي مني خو زیاتوی چي دا لیسه د المان په همکاري جوړه سوې او ماشینرۍ يې پخوانۍ ده.

دی وايي، له ډیري مودې راهیسي المان هیواد ورسره د همکاري نده کړې او دولت د نوې ماشینري د پوره کولو وس نلري.

دی وايي، که دولت یاده لیسه په نوې تکنالوژی سمبال کړي، په ځوانانو کي زیات استعداد دي او وبه کولای سي نوي اختراعات وکړي.

بلخوا د  کندهار د پوهني ریاست مسٔوولین وايي، میخانیکي لیسې ته به ډیر ژر د نوې تکنالوژۍ ماشینري ورکول سي او د دوی ستونزي به حل سي.

د کندهار د پوهني ریاست د تخنیکی او مسلکي زده کړو امیر حیات الله خادم وايي، راتلونکي کال کي به د افغانستان ټولي هغه لیسې چي حرفوي زده کړي پکښي کیږي، په نوې ماشینری سبمال سي.

دی وايي، په کندهار کي شاوخوا ۱۲ د حرفوی زده کړو مرکزونه سته چي هر کال شاوخوا ۶۰۰ کسان فارغیږي او په بیلابیلو ادارو کي دا مهال کار کوي.

دی زیاتوي، د پوهني ریاست اوس پدې هڅه کي دی چي د فارغه کسانو ته د کار لپاره خاص پلان جوړ کړي او د بیکارۍ کچه راکمه کړي.

که څه هم د پوهني ریاست هر کال په زرګونو کسان له دولسم ټولګیو او حرفوي زده کړو څخه فارغه کوي خو اوس هم کندهار ښار او ولسوالیو کي په زیاته اندازه ځوانان له تعلیم څخه بې برخی دي او د بې کارۍ او نه پوهاوي له امله یو شمیر يې په نشو اخته دي او یو شمیر نورو يې په فساد او غلاوو لاس پوري کړی او ناخوالي زیږوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...