د کندهار د کرني ریاست مسٔولین وايي، په نوي کال کي به تر اوه لکه زیات نیالګي کښېږدي

راپور: سید حمید هاشمي
د دوی په خبره دا ځل يې، د نورو کلنو پر خلاف یوازي کورني نیالګي تولید کړي چي د ښار او ولسوالیو په دولتي ادارو کي به ایښودل کیږي.
دغه راز د کندهار ښار په یو سیمو کي د نیالګیو لپاره نهال خاني هم جوړي سوي چي ډول ډول کورني نیالګي پکښي خرڅلاو ته ایښودل سوي دي.
په داسي حال کي چي نوي کال ته یوازي یوه میاشت پاته ده او د نیالګیو د ایښودولو اصلي وخت رارسیدلی، په ښار کي نوي نهال خاني جوړي سوي او له دغه ځایه خلک خپلو کورونو او کار ځایونو ته نیالګي وړي.
دغه نهال خاني تازه جوړي سوي او ډول ډول زینتي او میوه لرونکي نیالګي پکښي د خرڅلاو لپاره ایښودل سوي دي.
ددغه نهال خونو مسٔولین وايي، چي د کندهار تر څنګ يې د کونړ ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو څخه د لیمو، نارنج، مالټي نیالګیو تر څنګ نور زینتي ګلان او درختي راوړي چي خلک يې ورڅخه خورا زیات وړي.
بلخوا د کندهار د کرني ریاست ویاند حبیب الرحمن سجاد وايي، چي دوی هم په نوي کال ۷۳۵۰۰۰ میوه لرونکي او زینتي نیالګي د ښار او ولسوالیو دولتي او نظامي ادارو ته ورکوي.
هغه وايي، دا ځل يې د نورو کلنو په خلاف ټول نیالګي کورني تولید سوي او د پاکستان او نوور هیوادونو څخه يې ندي وارد کړي.
د هغه په خبره د نیالګیو روزنه باید خلک وکړي تر څو ټولي سیمي له سرسبزۍ څخه برخمني سي.
د یادولو وړ ده چي کندهار ښاروالۍ هم هر کال په ښار کي زرګونه نوي نیالګي ایږدي خو د خلکو د نه پاملرني او ساتني له امله يې ديره برخه کي بیرته له منځه ځي، خو مسٔولین وايي، دا ځل به د نیالیګو ساتنه خپله وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...