راپور: جواد داوري
د لښکرګاه د ښاروالۍ چارواکي وايي، په تیرو کلونو کي يې هم زرګونه نیالګي ایښي دي خو د ځایي اوسیدونکو د نه پاملرني له امله ځیني يې وچ سوي دي.
د سیمي اوسیدونکي وايي، سږکال به د نویو نیالګیو پالنه کوي .
د هلمند د کرني ریاست چارواکي وايي، سږکال اتیا زره نیالګي په لښکرګاه او ولسوالیو کي د ښاروالۍ او عامو خلکو په مرسته کښېنوي.
د لښکرګاه ښاروالي مرستیال انجنیر قدرت الله وايي، د نیالګیو د ایښودلو پروسه د تیري یوي اونۍ راهیسي پیل کړې ده، چي د مهال ویش له مخي په هره ناحیه کي د ښاروالي کارکوونکي د سیمي د اوسیدونکو په مرسته نوي نیالګي ایږدي.
دی وايي، د هلمند هوا ګرمه ده او د لښکرګاه ښار خاوره هم دښتي ده ځکه په یوشمیر سیمو کي نیالګي وده نه کوي.
د سیمي اوسیدونکي د نیالګیو د ایښودلو هرکلي کوي او غوښتنه کوي چي د نیالګیو پالنه یوازي د عامو خلکو په غاړه پرې نه ږدي، ځکه کلیوال اوسیدونکي نه سي کولاي ټولو نیالګیو ته اوبه ورسوي.
دوي له ځایي اوسیدونکو هم غواړي، چي د نیالګیو په روزنه او ساتنه کي مرسته وکړي تر څو ککړه هوا تصفیه او د ناورغیو مخه ونیول سي.
څو ورځي مخکي د لښکرګاه ښاروالي د ګذر او صنفی وکیلانو څخه تهعد اخیستی، چي په راتلوونکي پسرلي موسم کي د نویو نیالګیو په روزنه کي د لښکرګاه ښاروالۍ سره مرسته کوي.
هر کال د نیالګیو د ایښودلو په دي اشرونه کي زرګونه نیالګي ایښودل کیږي چي د تیرو پنځو کالو راهیسی ددي هڅو په نتیجه کي اوس د لښکرګاه ښار ځیني برخي زرغوني سوي دي.
روغتیایي کارکوونکي هم د نیالګیو ایښودل د روغتیا له نظره ګټور بولي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون