راپور: غلام فاروق رسولي
د دي پروژې د پرانیستي په موخه تیره وځ په هرات پوهنتون کي یو علمي تحقیقي سمینار چي ځایي چارواکو هم پکښي ګډون کړی و په لاره واچول سو.
د دي پوهنتون چارواکي وایي، موخه یې دا ده چي د دي پروژې د عملي کیدو سره مرسته وکړي.
ټاکل سوې، په هرات کي د ټاپي سترې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کي د افغانستان او ترکمنستان جمهورر رئیسان او د هند او پاکستان لوړپوړي چارواکي هم ګډون وکړي.
د دي پروژې د کار د پرانیستلو د مراسمو لپاره د ترتیباتو په لړ کي د هرات پوهنتون یو علمي تحقیقي سمینار په لاره واچوي چي د دي پروژې د ښې ګڼو او ګټو په هکله پکښي خبری وسوي.
د هرات پوهنتون ریٔس وایي، پلان لري په نږدې راتلونکي وخت کي داسي پروګرامونه په لاره واچوي چي د دي پروژې لپاره د کار وړ کسان وروزي.
د هرات ولایت والي محمد اصف رحیمي هم په دي ولایت کي د ټاپي پروژې د پرانیستلو لپاره زمینه برابره بولي او وایي، د دي پروژې په عملي کیدلو سره به هرات لا پرمختګ وکړي.
د بلي خوا د هرات ولایت اوسیدونکي هم د دي پروژې پرانیستلو ته خوشحاله دي او ملاتړ یې کوي.
د ټاپي پروژه چي څلور ورځي ورسته به په هرات کي پرانیستل سي تمه کیږي تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پوري پشپړه سي او افغانستان به د دي پروژې څخه چي ۸۱۶ کیلومتره یې په دي هیواد کي تیریږي هرکال پنځه سوه ملیونه ډالر عاید تر لاسه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون