د لومړي ځل لپاره په دبۍ کي افغان کرنیز محصولات په یوه نړیوال نندارتون کي نندارې ته ايښودل سوي دي

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي رسنیو ته وویل، په دغه پنځه ورځني نندارتون کي چي پرون یکشنبه پرانیستل سوی و، ۱۲۰هېوادونه برخه لري او د افغانستان د زراعتي محصولاتو لپاره ۲۵ غرفې ځانګړي سوي دي.

نوموړي وویل، په دغه نندارتون کي افغان سوداګرو د ۳ عشاریه ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت، د کرنیزو محصولاتو د خرڅلاو لپاره له بهرنیو شرکتونو سره بېلابېل تړونونه لاس لیک کړي دي.

د افغانستان د کرني او مالدارۍ وزارت هيله وښوده چي د نندارتون تر پایه پوري د افغانستان تولیدي شرکتونه او سوداګر وتوانیږي چي له بهرنیو شرکتونو سره نور تړونونه هم وکړي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...