د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي ویلي، امریکا یو ځل بیا د پاکستان له نوي حکومت جدي غوښتنه کړې چي د ترهګرۍ پر ضد عملي ګامونه اوچت کړي

د پاکستان او امریکا تر منځ د اړیکو څرنګوالي د ترهګرۍ ضد مبارزې پوري اړوند دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي ویلي، امریکا یو ځل بیا د پاکستان له نوي حکومت جدي غوښتنه کړې چي د ترهګرۍ پر ضد عملي ګامونه اوچت کړي.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازي آلیس ويلز ویلي، پاکستان باید د ترهګرو پر ضد عملي ګامونه اوچت کړي، د هغو ډلو مخه ونیسي چي په افغانستان کي بریدونه کوي او د افغان سولي او روان کړکیچ په حل کي مرسته وکړي.

الیس ویلز ویلي د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکي په همدې پوري تړاو لري، چي پاکستان څومره رښتینی دی او د ترهګرۍ پر ضد څومره عملي اقدامات ترسره کوي.

نوموړې ویلي د پمپیو وروستی سفر هم په همدې موخه و او امریکا غوښتل د پاکستان نوي حکومت ته خپل پیغام ورسوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...