د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د آسیا جام سیالیو ته د تیاریو په موخه هندوستان هیواد ته ولاړه

د افغانستان د کرکیټ بورډ چارواکي وایي، چي یاده لوبډله د افغانستان د ځينو بېلابېلو سیمو، کلپونو او لوبډلو څخه غوره سوې.
د دوی په وینا، چي په یاده لوبډله کي ۱۵ لوبغاړي ګډون لري او درې نور احتیاطي لوبغاړي هم شامل دي، چي د اړتیا به صورت کښي به د لوبډلي سره یو ځای سي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي افغان ۱۹ کلن ټیم به لومړی په هند کي ۵ ورځنی تمریناتي کمپ ترسره کړي، د هغه وروسته به د نیپال، هندوستان او د هندوستان NCA د ۱۹ کلنو لوبډلو سره تمریناتي لوبي وکړي.
د تمریناتي کمپ او تمریناتي لوبو څخه وروسته دغه لوبډله د سپټمبر په ۲۵مه د بنګله دېش په لور روانیږي تر څو د ۱۹ کلنو په آسیايي سیالیو کي ولوبیږي.
افغان ۱۹ کلن کرکیټ ټيم د آسیایي هیوادونو ترمنځ په سیالو کي خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر میاشتي په ۲۹مه د آماراتو په وړاندي، دوهمه لوبه د اکتوبر میاشتي په لومړۍ نیټه د نیپال په وړاندي او درېمه لوبه بیا د هندوستا په وړاندي ترسره کوي.
د یادولو وړ ده، چي د ۱۹ کلنو آسیایي جام سیاليو په تیر پړاو کي افغانستان پاکستان ته په ماتي ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...