د ویون په نامه پاکستاني رسنۍ وایي، سره له دې ټولو مسایلو چین پر پاکستان پوره نفوذ لري او له همدې امله غواړي پاکستان وهڅوي، څو طالبان سولي ته تیار کړي.
سرچینه لیکي، چین اړتیا لري، چي په سیمه کي د خپل اقتصادي پرمختګ او سترو پروژو د عملي کولو لپاره د ترهګرۍ پر ضد ګامونه واخلي او د سیمي د ثبات لپاره هڅه وکړي.
رسنۍ وایي چین په دې وروستیو کي د پاکستان نوي لومړي وزیر عمران خان ته هم دا ویلي، چي د افغانستان او سیمي د ثبات لپاره هر اړخیزه هڅه وکړي او تر څنګ یې د افغان سولي لپاره رښتیني ګامونه اوچت کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون