د سپټمبر د ۱۱ په پیښه کي سلګونه وژل سوي کسان لا هم نه دي پېژندل سوی

  په نیویارک کي یوه تحقیقاتي اداره وایي، چي د نیویارک له پېښي څه باندي ۱۷ کلونه اوړي خو لا هم د ۱۱۱۱ مړو هویت نه دی روښانه سوی.
دغه اداره وايي دوی هره ورځ څېړني کوي، څو د جسدونو د پاته سونو په مرسته ددوی هویت څرګند کړي.
د یادې ادارې د مشرانو په خبره ګڼ امریکایان یې دفتر ته ورځي او د خپلو خپلوانو د پېژندلو کېدو په لټه کي دي.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په پېښه کي ۲۹۰۰ کسان ووژل سول او تر ۶۰۰۰ پورې نور ژوبل سول.
ددغه بریدونو طراح د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادین وبلل سو، چي وروسته بیا په ۲۰۱۱ کال کي د پاکستان په ایبټ اباد کي ووژل سو.
له دغو بریدونو وروسته امریکا په افغانستان کي د طالبانو پر رژیم برید وکړ، چي دا خونړۍ جګړه تر نن پورې دوام لري.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...