د اروپايي ټولني یوه ویاند روسي رسنیو ته ویلي، دوی د ای سي سي له وروستیو اقداماتو ملاتړ کوي

ویاند زیاته کړې اروپايي ټولنه د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د عدالت د تامین ملاتړې ده او د هر هغه اقدام هر کلی کوي چي په هغه کي عدالت تامین سي او مجرمین خپله سزا وویني.

اروپايي ټولني داسي مهال ددغه محکمې له اقداماتو هر کلی کړی، چي امریکا یې له کارونو سره مخالفت ښودلی دی.

امریکا ویلي ای سي سي نسي کولای چي په افغانستان کي د امریکایي عسکرو جنګي جنایتونه وپلټي، ځکه امریکا ددغه محکمې رسمي غړې نه ده.

که ای سي سي کوم کس مجرم وپېژني هغه به نیول کیږي او همدا راز ددغه محکمې غړو هېوادونو ته سفر نه یي کولای.

که چیري مجرم کس کوم غړي هېواد ته سفر کوي نو د یاد هیواد چارواکي اړ دي، چي هغه کس ونیسي او ټاکل سوې سزا ورکړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...