د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل، چې په دغه ولایت کي د سې شنبې ورځي د ځانمرګي برید د وژل سویو شمېر ۶۸ ته پورته سوی دی.
د نوموړي په خبره، په هغه برید کي د ټپیانو شمېر هم ۱۶۵ ته رسېدلی دی.
پرون د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکو ويل، د پېښې له ځای روغتونونو ته ۳۲ جسدونه او ۱۳۰ ژوبل ور وړل سوي.
د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکو ویلي، تېره شپه ناوخته پنځه ټپیان- چې حالت يې نازک و- د ننګرهار له حوزوي روغتون کابل ته د درملنې لپاره لېږدول سوي.
دغه برید مومندره ولسوالۍ په ډکه( سیمه) کې د جلال اباد- تورخم سړک ته څېرمه پر مظاهره چیانو هغه مهال وسو، چي د غرمې ډوډۍ لپاره په یوه تجیر کي ټول سوي وو.
طالبانو ويلي پېښه کي دوی لاس نه لري او بلې کومي ډلي تر دې دمه د دې بريد مسٔووليت نه دی منلی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون