سيمه او نړۍ

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي وایي، شپږ کردي وسله وال یې وژلي دي

 د پاسدارانو په باور دغو کسانو د جولای په میاشت کي په هغه برید کي لاس درلود چي د عراق پولي ته څېرمه د ایران پر یوې پوستې سوی و. د ایراني چارواکو په وینا دغه شپږ تنه د کردستان د خپلواک ژوند ګوند غړي وو. چارواکي څرګندوي چي د جولای په شلمه د کردانو دې ډلي د ایران د ...

Read More »

د هند د بهرنیو چارو د وزارت لوړ رتبه ډیپلوماټ وجي ګهوسلي په راتلونکي اونۍ کي کابل ته سفر کوي

هندي رسنیو ویلي دي چي ګهوسلي به له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره د افغانستان د روان وضعیت، د سولي د پروسې او د ۷ تښتول سویو هندي انجینرانو د خلاصون لپاره پر روانو هڅو خبري وکړي. راپورونه وايي چي دا هندی دیپلوماټ به له افغان مشرانو وغواړي چي له خپلمنځي اختلافاتو تیر سي او پر طالبانو تمرکز وکړي. ...

Read More »

د عراق په بصره ښار کي لاریون کوونکو د ایران پر کونسلګرۍ برید کړی

د فساد او عمومي خدمتونو نشتوالي پروړاندي لاریون کوونکو د عراق پر سیاستوالو او د ایران د نفوذ پرضد شعارونه ورکول. لاریون کوونکو د بصرې سوېل ختیځ‌ کي د ولسي پاڅون ودانۍ پر عمومي دروازه هم برید کړی. د عراق د بهرنیو چارو وزارت بصره کي د ایران د کونسلګرۍ سوځیدل غندلي دي. عراق کې شیعه ملا ایت الله علي ...

Read More »

امریکا وایي، که سوریه د کیمیاوي وسلو کاروني ته زړه ښه کړي، نو امریکا به هم د نظامي اقداماتو پر انتخاب فکر وکړي

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ ویلي امریکا نه غواړي چي پر سوریه نظامي برید وکړي، خو دوی له ولسمشر ټرمپ سره خبري پيل کړې دي، څو ځان ډاډه کړي چي سوریه به کیمیاوي وسلي نه کاروي. دده په وینا ټرمپ هم په دې باور دی، چي په سوریه کي پر نظامي اقداماتو لاس نه پوري کېږي، ...

Read More »

له دوبۍ څخه نیویارک ته د تللي الوتکي لسګونه سپرلي روغتون ته لیږدول سوي دي

د راپورونو له مخي له متحده عربي اماراتو یوه الوتکه نیویارک ښار ته تللې خو، ددغه الوتکي نږدې سل کسه سپرلي ناڅاپه ناروغه سوې ده. د نیویارک پولیسو الوتکه تم کړې ده او په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي. تر اوسه نه ده روښانه سوې چي ددغه کسانو ناروغي څه ده، خو روغتیايي کارکوونکي وايي، چي تر څېړنو ...

Read More »

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ترهګرو د ځپلو په موخه به پر پاکستان فشارونه دوامداره وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون اسلام اباد ته تللی و. نوموړي په دغه سفر کي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او همدا راز ددغه هېواد له لومړي وزیر سره کتلي دي. مایک پمپیو وايي خبري په ښه فضا کي ترسره سوې او امریکا هڅه کوي د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ سته فاصله راکمه ...

Read More »

اردوغان وایي، چي د سوریې پر ادلب ولایت بمي او راکټي بریدونه ښایي عام خلک ډېر زیانمن کړي

 د حریت ورځپاڼي نن راپور ورکړی چي ولسمشر اردوغان دا خبره قرغزستان ته تر رسمي سفر وروسته په الوتکه کي خبریالانو کړې ده. تر دې وړاندي ټرمپ د سوریې حکومت ته خبرداری ورکړی، چي پر ادلب بې باکانه بریدونه ونه کړي. ادلب د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ضد وسله والو په واک کي دی. ی ادې څرګندوني په ...

Read More »

عارف علوي د پاکستان نوی ولسمشر ټاکل سوی دی

د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ واکمن تحریک انصاف ګوند د علوي ملاتړ کړی او د غیر رسمي پایلو له مخي، هغه د ۶۷۹ رایو له جملي څخه شاوخوا ۳۵۳ رایي اخیستي دي. د ټاکنو کمیسیون چارواکي به رسمي نتیجه وروسته اعلان کړي. علوي به د اوسني ولسمشر ممنون حسین چي د پخواني لومړي وزیر نواز شریف متحد ګڼل ...

Read More »

د امریکا لوړ پوړي نظامي چارواکي پاکستان ته تللي دي

 سرچینې وايي، د پاکستاني او امریکایي چارواکو د بحث اصلي موضوع افغانستان دی او امریکا غواړي پر پاکستان فشارونه ډیر کړي. راپورونه وايي، پاکستان باید د ترهګرۍ ضد جګړه کي د امریکا د تګلاري ملاتړ وکړي او د افغان ستونزي د حل لپاره باید عملي ګامونه اوچت کړي. امریکا به په نظامي او دیپلوماتیکه برخه کي له پاکستان سره خبري ...

Read More »

((پر ادلیب برید مه کوئ، ستره تېروتنه به وکړئ))

ټرمپ د سوریې ولسمشر بشارالاسد او د هغه متحدانو، روسیي او ایران ته خبرداری ورکړی چي د سوریي پر ادلیب ولایت له حملي ډډه وکړي. د سوریې حکومتي ځواکونه په ادلیب کي چي له ترکیې سره پر پوله پروت دی د پراخو عملیاتو لپاره تیاری نیسي او د راپورونو له مخي ادلیب ته په نږدې سیمو کي زرګونه دولتي سرتیري ...

Read More »