د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي وایي، شپږ کردي وسله وال یې وژلي دي

 د پاسدارانو په باور دغو کسانو د جولای په میاشت کي په هغه برید کي لاس درلود چي د عراق پولي ته څېرمه د ایران پر یوې پوستې سوی و.

د ایراني چارواکو په وینا دغه شپږ تنه د کردستان د خپلواک ژوند ګوند غړي وو.

چارواکي څرګندوي چي د جولای په شلمه د کردانو دې ډلي د ایران د سپاه پاسداران لس تنه وژلي وو.

د کردانو د خپلواک ژوند ګوند په ایران کي د کردانو د خپلواکي لپاره هلي ځلي کوي او فعالیت یې په ایران کي منع سوی دی.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...