له دوبۍ څخه نیویارک ته د تللي الوتکي لسګونه سپرلي روغتون ته لیږدول سوي دي

د راپورونو له مخي له متحده عربي اماراتو یوه الوتکه نیویارک ښار ته تللې خو، ددغه الوتکي نږدې سل کسه سپرلي ناڅاپه ناروغه سوې ده.
د نیویارک پولیسو الوتکه تم کړې ده او په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
تر اوسه نه ده روښانه سوې چي ددغه کسانو ناروغي څه ده، خو روغتیايي کارکوونکي وايي، چي تر څېړنو وروسته به معلومات شریک کړي.
په الوتکه کي ټول ټال ۵۲۱ کسه سپاره وو.
روغتیايي کارکوونکو ویلي چي د ناروغانو له ډلي ځیني یې تر درملني وروسته خپلو کورونو ته لېږل سوي دي.
پولیسو ویلي غواړي دا مسئله وڅېړي چي څنګه په یوه وار په یوه الوتکه کي دومره کسان ناروغان سوي دي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...