د افغانستان د ۱۶کلنو فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړو د اسیايي سیالیو لپاره د تمریناتو لړۍ په کابل کي پیل سوه

د فوټبال فدراسیون د ویاند مرستیال شمس امیني وايي، چي افغان لوبغاړي به ډېر ژر د ۲۰۱۸ مېلادي کال اسیايي ملتونو سیالیو لپاره مالیزیا ته ولاړ سي.

د اسیايي ملتونو د ۱۶ کلنو فوټبال جام سیالۍ د مالیزیا په کوربه توب د رواني سپتمبر میاشتي په شلمه نېټه پیلیږي.

افغان ۱۶ کلنه لوبډله په D ګروپ کي ده او ټاکل سوي چي له عراق، کوریا او اسټرالیا سره سیالۍ تر سره کړي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...