راپور: محمد یار مجروح
د کوڅې په منځ کي د نورو کسانو د درملني په موخه ناسته بوډۍ وايي، د زرګونو کسانو درملنه يې کړې ده.
یاده میرمن شاوخوا ۹۰ کاله عمر لري خو د عمر له پيله د کوڅې په منځ کي د درملني په موخه د خلګو له بدن څخه وینه کاږي.
د درملني سامان الات يې یوازي یوه چاړه ده.
دا چي په سترګو هم څه نه ویني وايي، د ویني کښل يې پلرني کسب دی.
په دې زړه بوډۍ هغه کسان تداوي کوي چي د ناروغیو د انتقال په معنا نه پوهیږي، خو د روغتیا پالانو په خبره کیدلای سي زرګونو کسانو ته يې د د ژړي او ایچ ای وي په څیر نوري ساري ناروغۍ هم انتقال کړي وي.
که څه هم روغتیا پالان دا ډول درملنه غیر قانونی بولي خو د کندهار په ښار کي ددې بوډۍ په څیر ډیری کسان د شکستبند، ډاکټر ، پیر او نورو نومونو په غیر قانوني ډول د خلګو تدواۍ کوي.
خلک وايي، د کندهار د عامي روغتیا ریاست هم پدې برخه کي تر ډیره پاته راغلی دی.
د کندهار د عامی روغتیا مرستیال ډاکټر موسي جان سلطانی پدې اړه داسي وايي.
د عامي روغتیا مرستیال زیاتوي چي د هغو کسانو مخنیوی يې کړي چي په غیر قانوني ډول د خلګو درملنه کوي.
د ده په خبره د ښار د پراختیا له امله عام خلګ باید د روغتیا له ریاست سره همکاري وکړي او هغه کسان ورته په ګوته کړي چي دا ډول درملنه کوي.
که څه هم د کندهار د عامي روغتیا ریاست په دغه ښار کي د هغو کسانو د مخنیوي خبره کوي چي په غیر قانوني ډول د خلګو د درملنه کوي خو بیا هم هغه کسان چي طبي اسناد نلري په درملتونو او کوڅو کي يې په ښکاره ډول د خلګو درملنه پيل کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون