عارف علوي د پاکستان نوی ولسمشر ټاکل سوی دی

د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ واکمن تحریک انصاف ګوند د علوي ملاتړ کړی او د غیر رسمي پایلو له مخي، هغه د ۶۷۹ رایو له جملي څخه شاوخوا ۳۵۳ رایي اخیستي دي.

د ټاکنو کمیسیون چارواکي به رسمي نتیجه وروسته اعلان کړي.

علوي به د اوسني ولسمشر ممنون حسین چي د پخواني لومړي وزیر نواز شریف متحد ګڼل کیږي او پنځه کلنه دوره یې څلور ورځي وروسته پای ته رسېږي ځایناستی وي. د پاکستان ولسمشر د یاد هیواد د ملي او ټولو څلورو ایالتي اسمبلیو د پټو رایو له لارې ټاکل کېږي.

علوي به د پاکستان په تاریخ کي دیارلسم ولسمشر وي چي پنځه کلنه به دغه دنده پر مخ بیایي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...