ارګ وایي، ولسمشر غني د تذکرو ویش بهیر کي د تذکرو څېړلو په موخه یو پلاوی ګمارلی دی

د ولسمشرۍ ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست په یوه بیان کي ویلي، د غني د حکم پر بنسټ، له ۱۳۹۶ کال نه تر ۱۳۹۷کال پوري د تابعیت تذکرو د ویش په بهیر کي د تذویر څرنګوالي د هر اړخیزې څېړني په موخه یې د لویي څارنوالۍ په مشرۍ باصلاحیته پلاوی ګومارلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چي په دغه پلاوي کي د ملي امنیت د عمومي ریاست په ګډون، کورنیو چارو وزارت، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د معلوماتو او احصائیې ملي اداره او د نفوسو د احوال ثبت مرکزي اداره غړیتوب لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخي، د دغه حکم پر اساس، پلاوی دنده لري هغه مسؤولین او اشخاص چي د تابعیت تذکرو د تذویر په ترتیب او اجرا کي یې رول درلود، تر پېژندلو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي او د خپلو هر اړخیزو څېړنو او موندنو راپور له مشخصو وړاندیزونو سره یو ځای ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندي کړي. د افغانستان لوی ملي ائتلاف وایي د تذکرو او سټیکرونو په ګډون یې نږدې يو میليون داسي اسناد راټول کړي چي د دوی په خبره، د انتخاباتو شفافیت تر پوښتني لاندي راولي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...