د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ترهګرو د ځپلو په موخه به پر پاکستان فشارونه دوامداره وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون اسلام اباد ته تللی و.

نوموړي په دغه سفر کي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او همدا راز ددغه هېواد له لومړي وزیر سره کتلي دي.

مایک پمپیو وايي خبري په ښه فضا کي ترسره سوې او امریکا هڅه کوي د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ سته فاصله راکمه کړي.

د پمپیو په خبره که پاکستان په رښتیا غواړي چي د امریکا مرستي ترلاسه کړي او ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي ښې سي، نو د وسله والو ډلو پر ضد دي رښتیني او عملي ګامونه پورته کړي، تر څنګ یې دي د افغانستان د سولي په پروسه کي همکاري وکړي.

دواړو لورو په همدې تړاو اوږده بحثونه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، په پاکستان کي لا هم ځیني ډلي سته، چي په افغانستان کي د امنیت په خرابولو کي پوره رول لري. مایک پمپیو تر پاکستان وروسته هند ته رسېدلی او ټاکل سوې چي څو ورځې په دغه هېواد کي رسمي خبري او بحثونه ولري.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...