د امریکا لوړ پوړي نظامي چارواکي پاکستان ته تللي دي

 سرچینې وايي، د پاکستاني او امریکایي چارواکو د بحث اصلي موضوع افغانستان دی او امریکا غواړي پر پاکستان فشارونه ډیر کړي.

راپورونه وايي، پاکستان باید د ترهګرۍ ضد جګړه کي د امریکا د تګلاري ملاتړ وکړي او د افغان ستونزي د حل لپاره باید عملي ګامونه اوچت کړي.

امریکا به په نظامي او دیپلوماتیکه برخه کي له پاکستان سره خبري وکړي.

دواړه چارواکي به تر پاکستان وروسته هند ته ځي او هلته به هم د هند له نظامي او سیاسي چارواکو سره د افغانستان په اړه بحثونه وکړي.

رسنۍ وايي امریکا به له یادو دواړو هېوادونو وغواړي چي د امریکا د تګلاري ملاتړ وکړي او د ترهګرۍ په له منځه وړلو او اقتصادي وده کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...