د افغانستان کرکټ بورډ او سنیکسر سپورټس لخوا د لوبډلو د پلور لړۍ په پایله کي پاته درې لوبډلې هم وپلورل سوې چي له جملې یې د کابل لوبډله د موزلي ګروپ، د ننګرهار لوبډله د پلس کپیټل او د کندهار لوبډله د اس بي سپورټس له لوري وپېرل سوې.
باید وویل شي چې له دې وړاندي د پکتیا لوبډله د ويراک موبایل او د بلخ لوبډله د لیجنډري من کمپنۍ له لوري اخیستل سوي وې.
د افغانستان غوره لیګ (اې پي ال) د لومړي پړاو لوبي د روان زېږديز کال د اکتوبر په پنځمه پیل او د یادي میاشتي تر ۲۱ مي نېټي پوري به دوام ومومي او د لوبغاړو د پلور مراسم به هم د رواني سپټمبر میاشت په پیل کي ترسره سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون