د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کونکي اداره وایي، د هغو کسانو شمیر چي د وچکالۍ له امله د هېواد په لویدیځ کي له خپلو سیمو بیځایه سوي، په تیره اګست میاشت کي له ۱۵۰ زره کسانو اوښتی دی.
یاد دفتر په هېواد کي د بشري مرستو په اړه په خپل وروستي راپور کي چي د دوشنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي چي ډېری بېځایه سوي په هرات او قلعه نو ښارونو کي په بد حالت کي د ژوند شپي ورځي سبا کوي.
دغه راز ټاکل سوې چي د بیړنیو مرستو د همغږۍ په چارو کي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارک لاوکاک او د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فیلیپو ګرانډي په افغانستان کي د بشري مرستو، د کډوالو، د بیرته راستنو سویو او بې ځایه سویو کډوالو د وضعیت د څېړلو لپاره په دوه ورځني سفر افغانستان ته راسي او د پنجشنبې په ورځ به په کابل کي په یوه خبري کنفرانس کي څرګندوني وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون