راپور: سردار محمد زیارمل
دغه پروژې لپاره د څار او نظارت ځانګړې ډله وایي، هغه پايې چي د وارداتي بريښنا لپاره په ځمکه کي نسب کيږي چاري يې د نقشې مطابق نه ترسره کیږي او بايد چې مخه يې ونيول سي .
شاوخوا اووه میاشتي کیږي چي په خوست کي د وارداتي بريښنا لپاره د پايو د نصب کارونه روان دي، خو د چارو له تره سره کولو یې ګڼ شمېر شکایتونه شتون لري.
د څار او نظارت لپاره د انجينرانو مسلکې ټيم، چي ولایتي شورا یې په سر کي ده وايي ، د دغه پروژې چاري بې کيفيته دي او ترسره کیدونکي کارونه یې په غوڅ اکثریت سره د سټنډرډ خلاف روان دي .
د نظارت ټیم وايي، په هغه ډول چي د يادي پروژې چارې غوښتل کيږې نه دي ترسره سوي.
بل لوري د دغه پروژې مسؤلين که څه هم ستونزه مني خو وايي، چي دوی یوازي په سیمه کي د بريښنا شرکت له لوري ورکړل شوي نقشه پلي کړې ده .
دا په داسي حال کي ده چي څو میاشتې وړاندي افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه ولایت ته د سفر پرمهال، د یو شمېر نورو پروژو ترڅنګ د واردتي بریښنا د ویش شبکې د ډبري ایښودلو پرمهال په دې ټینګار وکړ، چي دا او دې ته ورته ټولګټي او ملي پروژې باید د نقشې مطابق په لوړ سټنډر تطبیق سي، خو داسي ښکاري چي ترسره کیدونکي کارونه په سم ډول نه دي روان، دا چي ولې ؟ ښايي جواب موندل یې تر ډېره په مرکزي چارواکو پوري اړه ولري .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون