پاکستاني چارواکي وایي، د دغه هیواد په شمال لویدیځ کي د سکرو د یوه کان د چت د نړیدو له امله د معدن ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پاکستاني چارواکي وایي، د دغه هیواد په شمال لویدیځ کي د سکرو د یوه کان د چت د نړیدو له امله نهه معدنچیان وژل سوي او څلور تنه نور ټپیان دي.

دا پیښه پرون خیبر ایجنسي ته څیرمه په ادم خیل دره کي وسوه.

تر دې دمه د کان د چت د نړیدو اصلي علت نه دی روښانه سوی.

د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل سوی دی.

د پاکستان د کانونو د کارګرانو فدرارسیون وایي چي هرکال په دغه هیواد کې نژدې دوه سوه تنه معدنچیان د داسي پیښو په ترڅ کي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...