په مصر کي د ۲۰۱۳ کال مظاهرو په تړاو سلګونه کسان محاکمه سول

د مصر يوې محکمې په ۲۰۱۳م کال کي پلازمېنه قاهره کي د لاریونونو په تړاو چي امنیتي ځواکونو پکښي سلګونه لاریونیان ووژل، ۷۵ کسانو ته د اعدام ورکړل سوې سزا تایید کړه.
سزا سره مخیدونکو کي د اخوان المسلمین ځیني مشهور غړي هم شامل دي.
لسګونو نورو ته د عمري بند سزا ورکړل سوې.
نور اووه سوه کسان د لنډي مودې بند په سزا محکوم سوي دي.
د بښني نړیوال سازمان امنسټي انټرنیشنل دا محاکمه نا عادلانه بللي او وايي د مصر له اساسي قانونه سرغړاوی دی.
د دې ډله ییزې محاکمې په لړ کي محکوم سوي کسان په وژنه، تاوتریخوالي ته لمسولو او د غیر قانوني مظاهرو په کولو تورن وو.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...