د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګي ریابکوف تور پوري کړی چي د “شام د ازادۍ د کمېټي” په نوم له القاعده شبکې سره یوه تړلې ډله غواړي د ادلیب پر ولایت حمله وکړي.
ریابکوف دا څرګندوني د سې شنبي په ورځ به داسي حال کي کړي دي چي واشنګټن او اروپايي متحدانو یې خبرداری ورکړی چي د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته وفادار ځواکونه پر ادلیب د یوې پراخي حملې لپاره چمتووالی نیسي.
ادلیب دا مهال د حکومت د مخالفو وسلهوالو په کنټرول کي دی.
د سوریې جګړه کي چي له تیرو اوو کلونو راهیسي روانه ده، روسیه د بشارالاسد د رژیم نږدې متحد هیواد ګڼل کېږي.
په دې جګړه کي تر اوسه تر د ۳۵۰ زرو زیات کسان وژل سوي او په میلونونه نور سوریایان بېکوره سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون