یادي څرګندوني د ایران ولسمشر حسن روحاني د یاد هېواد پارلمان ته په خپله نوې وینا کي کړې دي.
هغه ویلي په سپینه ماڼۍ کي به ایراني ضد چارواکو ته وښیي چي د دغه بندیزونه له لارې به خپلو موخو ته په رسېدو کي ناکام سي.
روحاني نن په تهران کي د پارلمان غونډې ته وربلل سوی و، چي په یاد هېواد کي د روان اقتصادي وضعیت د خرابېدو، د بیو د لوړوالي او د بې کارۍ د زیاتوالي پر وړاندي د خپلو کړنو په اړه د وکیلانو پوښتنو ته ځواب ووایي.
خو د هغه ځوابونو د وکیلانو قناعت حاصل نه کړ او دغه موضوع یې قضایي ادارې ته وړاندي کړه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون