امریکا وایي پاکستان لا هم د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد اقدامات نه دي کړي نو له همدې امله خپله میلیونونه ډالره مرسته ورباندې ځنډوي.
د امریکا ددفاع وزارت وايي پاکستان لا هم د حقاني شبکې، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد د پام وړ اقدامات نه دي کړي چي له همدې امله یې پر دغه هېواد د ۳۰۰ میلیونه ډالره نظامي مرستي د ځنډولو پرېکړه کړې ده.
امریکا وايي لا هم په پاکستان کي د ترهګرو فعال مرکزونه د افغانستان لپاره ستر سرخوږی دی او دغه ډلي هلته په سترو ترهګریزو فعالیتونو لاس پوري کوي.
امریکا له پاکستان غوښتي چي که د ترهګرو ډلو پر وړاندي جدي اقدامات پيل نه کړي، نو له دوی سره به کېدونکي نوري مرستي هم وځنډول سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون