د راپورونو له مخې دواړو لوریو دغه راز په دې لیدنه کي د سیمي پر وضعیت په تیره بیا د سولي او روغي جوړي پر پرمختګ او څرنګوالي هم بحث کړی دی.
پاکستان وروسته له هغه ظاهراً د افغان سولي په تړاو هڅي پیل کړي دي چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته په لیږلي لیک له یاد هیواده د افغان سولي برخه کي د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه.
دا په داسي حال کي ده چي چین هم په دې وروستیو کي له پاکستانه غوښتنه کړې چي د افغان سولي برخه کي ریښتیني هڅي او همکارۍ وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون