د پاکستان د بلوچستان ايالت د ډبرو سکرو په يوه کان کي د ګازو چاودني درې کان کيندونکي مړه کړي دي.
دغه چاودنه پرون د بلوچستان ايالت په دُکۍ کي د ډبرو د سکرو په يوه کان کي سوې ده.
چارواکي وايي، دغه کان کيندونکي د سوځیدني له کبله مړه سوي او د ژغورونکو تر څو ساعته پلټني وروسته يې مړي موندل سوي دي.
ويل کیږي چي درې واړه مړه سوي کان کيندونکي افغانان دي.
څو میاشتي مخکي هم د پاکستان په شمال لوېديځ کي د ډبرو سکرو د يوه کان د چت د نړېدو له کبله ٩ کان کيندونکي مړه او ٤ تنه نور ټپيان سوي وو.
پاکستان چارواکي وايي، په دغسي پیښو کي هر کال د کانونو شااوخوا ٢٠٠ کارګران خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون