سالارزوی: روزګان کي د ۷۲ بندو ښوونځیو د پرانیستلو هڅي رواني دي

د روزګان د پوهني ریس ميرزا محمد سالارزوى وايي، په دغه ولايت کي د بېلابېلو علتونو له كبله د ۲۳۲ ښوونځيو له جملي ۷۲ يې تړلي او ګڼ شمېر زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاته دي. .

نوموړي وويل، هڅه كوي تړل سوي ښوونځۍ بیرته د زده كوونكو پرمخ پرانیزي.

د روزګان د پوهني رياست د مسٔوولينو په خبره، هلته د جګړو په ترڅ كي د يو شمیر ښوونځيو ودانۍ ويجاړي سوي، چي ځيني يې دوى بيارغولي او پاته ويجاړي سوي ودانۍ به په راتلونكي كي ورغوي.

اوس مهال په یاد ولايت كي ۶۸ زره زده كوونكي زده كړو ته لاس رسى لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...