د فوټبال فدراسیون پنځه تنه غړي ممنوع الخروج اعلان سول

 لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون ریٔس او د دې ادارې څلور نور غړي د انجونو د جنسي ځوروني د قضیې په تړاو ممنوع الخروج اعلان کړي دي.
شاوخوا یوه میاشت مخکي کارډین ورځپاڼي په یو راپور کي د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسٔوولین د ښځو فوټبال ملي ټیم له غړو پر جنسي استفادې تورن کړل او له دغه تورونو د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په دې اړه د څېړنو له ترسره کولو خبر ورکړ.
اوس د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، چي د فوټبال فدراسیون رییس، سکتر جنرال، د امنیت مسوول، د فوټبال فدراسیون د ولایتونو مسوول او د دغه فدراسیون یو بل کس د فوټبال د انجونو لوبغاړو د جنسي ځوروني د ادعا په تړاو تازه د لویي څارنوالۍ له خوا ممنوع الخروج سوي دي.
د ده په وينا، په ممنوع الخروج کسانو کي د فدراسيون مرستيال يوسف کارګر نه دى شامل.
هغه څرګنده کړه چي تر اوسه د فدارسیون د غړو او فوټبالرانو له ډلي له ۲۵ کسانو څېړني سوي او په دې برخه کي نور څیړني په جدیت دوام لري.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...