په مصر کي چاودني ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولي

په مصر کي لرغونو اهراماتو ته نیږدې د بهرنیو سیلانیانو پر یوه بس چاودنه سوې ده، چاودنه کي دوه تنه وژل سوي او لس نور ټپیان دي.
د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي چي وژل سوي سیلانیان ویتنامیان دي او په ټپیانو کي هم لس تنه د دغه هیواد وګړي دي.
پولیسو ویلي دي چي د دې چاودني په اړه پلټني پیل سوي دي.
دا په تېرو دوه کلونو کي لومړۍ ځل دی چي په قاهره کي بهرني سیلانیان په نښه کیږي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...